د نړیوالو مرستې او د مدیریت نویتوب ته اړتیا
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

د روان کال د جولای په ۸ مه ، د نړۍ ۸۰ هیوادونه اوسازمانونه د « نړیوال بانک او د اسیا د پراختیا بانک  » په ګډون په توکیو کې سره جرګه شول چې د ۲۰۱۴ کال روسته کله چې د امریکا په مشرۍ ناټو له افغانستان څخه وځي، دې هیواد سره د مرستو د رقم او د هغو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې او پریکړې وکړي .

د توکیوکنفرانس نږدې ټولو ګډونوالو، افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه . ټولټال به افغانستان سره یوازې په ملکې برخه کې د راتلونکو څلورو کلنو لپاره ۱۶ میلیاره ډالره یانې د هرکال لپاره ۴ میلیارده ډالره مرسته کیږي . په ملکی برخه کی دغه څلور ملیارډه کلنی مرسته د هغه ۴.۱ ملیارد کلنی مرستی سربیره ده چی په تیره می میاشت کی یی د شیکاګو د ناټو په کنفرانس کی ژمنه شوې وه.

په مرسته ورکوونکو هیوادو کې له امریکا روسته جاپان دوهم ستر هیواد دی. په غوڼده کې جاپاني چارواکو وویل چی دوی به تر ۲۰۱۶ کال پوری تر دریو ۳ ملیاردو ډالرو مرسته وکړی. همدارنګه جرمنی اعلان وکړ چی د بیا رغوونی او پراختیا په برخه کی به تر ۲۰۱۶ کال پورې د پخوا په شان هر کال ۵۳۶ ملیونه ډالره ولګوی .

د توکیو د کنفرانس په درشل کې د ملګرو ملتو سرمنشی بان کې مون هم ویلي وو : که چیری له ۲۰۱۴ کال روسته افغانستان سره مرستې ونه شی، د بهرنیو هیوادونو ځاني او مالی تاوانونه به بېځایه او هډر لاړ شي . نوموړي د افغانانو د ډاډ لپاره دا هم ویلي دي :

''موږ باید د افغانستان خلکو ته د اوږدمهالې راتلونکې لپاره لوری وټاکو. موږ ټول د حکومت پر هغو ژمنو چې د مسؤولیت منلو، د انتقال د بهیر او ښې حکومتولۍ په اړه یې کوي، یو لړ اندېښنې لرو. دغه اندېښنې باید د افغانانو په ګټه حل شي. زه د توکیو د دوه اړخیزه مسوولیت منلو هرکلی کوم.

دغه نوښت باید افغانانو او هم مرسته کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړي، هغه ژمنې چې دوی کړي او نن یې کوي، باید و څارل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې هم ټينګار وکړ چې دغه سازمان به د نړیوالې ټولنې ترڅنګ له ۲۰۱۴ کال روسته د لسو کلونو لپاره چې د بدلون لسیزه نومول شوې، خپلې مرستې روانې وساتي .

خو د توکیو په کنفرانس او له هغې روسته د مرستګړو هیوادونو د څرګندونو د انځور بل مخ ښۍ چې دا هیوادونه ټول په دې ټینګار کوي چې ژمنه شوې مرستې باید پرځای ولګیږي او د هغو په لګښت کې باید د حساب ورکړه او روڼوالی موجود وي .

غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ، هیلرې کلنټن چې له کابله تازه توکیو ته رسیدلې وه وویل، د ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومتولۍ او د ادراي فساد پرضد د مبارزې د ژمنو هر کلی کوي .

''زه د ولسمشر کرزي د هغو څرګندنو هرکلی کوم چې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ښیرازۍ لپاره یې نن وکړي. د افغانستان د راتلونکي اقتصاد لپاره باید، ښه حکومتولي رامنځته شي، د فساد پر ضد مبارزه وشي او اقتصادي فرصتونو ته ټول خلک په ځانګړی ډول ښځې یو ډول لاسرسی ولري. موږ دافغان حکومت د اصلاحاتو او د نړیوالو ژمنو پلیتوب ته چې دافغانستان د اقتصادي ښيرازۍ لپاره شوي دي، په تمه یوو.''

همدارنګه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی وستروله وايی چې برلین له ۲۰۱۴ کال روسته، افغانستان سره د جرمني د مرستو ژمنه په شرطونو پورې تړلې ده .

د ګران افغانستان د خبر له مخې برلین ، د مرستو دا شرطونه په افغانستان کې ښه حکومتولي ، بنسټيز سمونونه، ادارۍ فساد سره مبارزه او د پرانیستې ټولنې پراختیا ګڼلي دي . وستروله وايی افغانستان سره د جرمني مرستې، په دې هیواد کې د په لاره اچول شویو سمونونو په څرنګوالي پورې اړه لري .

بلخوا د توکیوکنفرانس بري او تر توقع د زیاتو مرستو جلب ، په هغو ژمنو پورې هم اړه لري چې د توکیوکنفرانس په درشل او بهیر کې افغان دولت له مرستندویه هیوادونو سره کړي دی . ددې مرستو د جلب په تړاو توکیو کنفرانس ته په خبرو کې ولسمشر کرزی وایي «  ما ژمنه کړې، چې زما د واکمنۍ د پاتې دوو کلنو پر مهال به ښه حکومتولي، له فساد سره کلکه مبارزه او د مرستو اغیزمنتیا په اړه به کار کوم . »

د افغان دولت په مشرۍ کرزي دا هم وايی ، بې له شکه دغه کار موږ په یوازې سر ستاسې له بشپړ پوهای او همکارۍ پرته نه شو کولای . زه دارنګه له خپلو نړیوالو ملګرو غواړم چې د مرستو د اغېزمنتیا لپاره دې هغه څه وکړي چې ورته اړتیا ده. زه د هغه نوښت هر کلی کوم چې د دوه اړخیزه مسؤولیت د منلو په چوکاټ کار وکړو او په راتلونکې لسیزه کې به پر دغه کار زموږ پام ورټول وي.  

همدارنګه په کنفرانس کې بریتانیا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په اوسنۍ کچه تر ۲۰۱۷ پوري مالي مرستو ته دوام ورکړي او دوه کاله وروسته به د افغانستان د پرمختیاوو د څېړنې په هدف د وزیرانو په سویه د نړیوال کنفرانس کوربه شي .

اوس چې د توکیو کنفرانس په بری سره پایته رسیدلی او د کنفرانس له ګډونوالو د افغان دولت غوښتنې او هیلې ترسره شوې او په دې اړه له کنفرانس روسته ولسمشر کرزی ویلي : « د نړیوالې ټولنې سخاوتمندانه مرستې د افغانستان هیلې غوړولي او دی یې هڅولی دي. »

نو له کنفرانس روسته ، د نړیوالو مرستو جلب او د هغو پرځای لګونه د کرزي په مشرۍ د دولت په مدیریت پورې اړه پیداکوي او د افغان دولت دنده او مسولیت ګڼل کیږي .

افغان ولس اصلاحات او سمون غواړي ، نړیواله ټولنه خپلې مرستې په اصلاحاتو پورې تړلې ګڼي او اصلاحات ترټولو لومړی د مدیریت نویتوب ته اړتیا لري . اقتصادي او اداري سمونونه ، د اداري فساد له منځه وړل ، د بشري حقونو او د هغې په لړ کې د ښځو د حقوقو خوندیتوب ، چې د کرزي په مشرۍ يي افغان دولت نړیوالو او افغانانو ته ژمنه ورکوي، د زاړه مدیریت او ناوړه ادارې په مټ نه ترسره کیږي . دولتي ادارې څخه د لوټمارانو ، لنډه غرو او جهادي مافیا له شړلو او څنډلو پرته ، نړیوالو او افغانانو سره د دولت هیڅ ډول ژمنه ځای نه نیسي .

د تغییر او بدلون لسیزه باید د زاړه مدیریت د ناوړه مصلحتونو او بېځایه سازشونو په پایته رسیدو، د کاري او تخصصې ادارې په رامنځته کېدو او د مدیریت په نویتوب سره پیل شي .

د ۲۰۱۲ کال د جولای ۱۰ مه

 


July 12th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات